په زابل کي له لوړو زده کړو تازه فارغه سوي کسان له دولت څخه د کار او دندو غوښتنه کوي

په زابل کي له لوړو زده کړو تازه فارغه سوي کسان له دولت څخه د کار او دندو غوښتنه کوي په دغه ولایت کي د لوړو زده کړو له یوې خصوصي موسیسې څخه ۱۶۰ تنه له دریو پوهنځیو څخه فارغ سوي خو له دې ډلي یو شمیر يې تر ۱۶ کلونو زده کړو وروسته دندي او کار پیدا کولو ته اندیښنه لري. د زابل ځايي چارواکي لوستي ځوانان د ټولني معنوي هستي او د هیواد راتلونکي چارسمبالي یادوي او سپارښتنه کوي چي لوستي ځوانان دي د امکان تر بریده خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.