په زابل کي له ۱۱۲ کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وسوه

د زابل ولایت د طبعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چي په دغه ولايت کي يې د وروستیو اورښتونو له کبله له یو شمېر زیانمونو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته کړې ده.
د یادي ادارې رییس مولوي عبدالله عابدي وايي، دوی لومړی سروې کړې وه او هغه کورنۍ چي وروستيو اورښتونو کي زیانمني سوي وې په ګوته سوي او نن دوشنبه يې ورسره د شپږ قلمه خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته کړې چي تر یوې اندازې به د دې کورنیو اړتیاوي پوره کړي.
هغه زیاته کړه، له نورو مرستندویه ادارو څخه هم غواړي چي له زیانمونو او اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.