په زابل کي يو کس ځان وژنه کړې ده

د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ اړوند په حسن خېلو کلي کي نن شنبه د ماښام تر لمانځه وروسته د رحمتي په نوم يو کس ځان وژنه کړې ده.
د هغه د ځان وژني علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
د يادوني وړ ده، چي د شنبې په ورځ په ننګرهار کي يوې ښځي د خپل يوه زوی سره او يو بل ځوان هم ځان وژنه کړې وه، د ځان وژني پېښي په دا وروستيو کي په افغانستان کي د نور وخت په پرتله خورا زياتي سوي دي.