چارواکي وایي، د زابل مرکز کلات اړوند په امکي سیمه کي یوه ځوان د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.
د زابل د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د عصمت الله دانش په نوم دغه ځوان نن سهار په زابل کي وروسته له هغه ځان وژنه کړې چي په کور کي یې جنجال کړی وو.
د مسوولینو په وینا، تر اوسه دا نه ده څرګنده چي هغه په کور کي له چا سره څه ډول ستونزه لرل خو په دې اړه پلټني رواني دي.
په دې وروستیو کي د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ځان وژنې راپورونه خپریږي چي اکثره یې د کورني تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو له امله دي.