د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، چي په زندان کي د پښتون ژغورني د مخکښ غړي علي وزير روغتیایي حالت ورځ تر بلي د خرابېدو په حال کي دئ.
د دغه غورځنګ غړي وايي، چي علي وزیر د شکري او پښتورګو ناروغي لري، چي ژر تر ژره ئې بايد تداوي وسي او يا هم خوشي سي.
هېره دي نه وي ، چي د پښتون ژغورني غورځنګ غړی علي وزير اوس مهال د پاکستان د سکر په جيل کي په ناروغه حالت کي شپې او ورځي سبا کوي.