په سالنګ کي د ترافیکي پيښي له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د سالنګونو د ساتني او څارني ادارې مسوولین وايي، په سالنګ کي په یوه ترافیکي پېښه کي دوه کسان مړه او ۱۱ تنه نور ژوبل سوي دي.
د دغه ریاست سرپرست فضل الربي رسنیو ته ویلي چي، دا پېښه پرون تر غرمې وروسته د سنګ نوشتې سیمي اړوند په ۱۵مه ګالرۍ کي د یوه بار وړونکي او څلورو نورو مسافر وړونکو موټرانو د ټکر په نتیجه کي رامنځ ته سوې ده.
د فضل الربي په وینا، ژوبل سوي کسان د پروان روغتون ته لېږدول سوي دي.
که څه هم تر اوسه مسوولینو د یادي ترافیکي پېښي د رامنځ ته کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په سالنګونو کي ترافیکي پېښي د یخک او لاري د خرابوالي له امله رامنځ ته کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *