په سره بحیره کي د اسراییلو او برتانیا بېړۍ په نښه سوي دي

راپورونه وایي، د یمن حوثي وسلوالو د فلسطیني جهادي ډلو څخه د ملاتړ په هدف یوه انګلیسي او دوې اسرایلي کښتۍ او یو شمېر امریکایي پوځي بېړۍ په نښه او ویشتلي دي.
دغه ډلي ویلي، چي بېړۍ یې د کروز او بالستیک مزایلو په مټ او امریکایي پوځي بېړۍ یې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه په نښه کړي دي.
حوثي وسلوالو خبرداری ورکړی، چي د غزې تر بشپړي ازادۍ او دغه راز د اسراییلو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د رواني مرګوني جګړې تر پای ته رسېدو پوري به خپلو دغه ډول بریدونو ته دوام ورکړي.
له دې وړاندي هم په سره بحیره کي د یمن حوثي وسلوالو له خوا ډېری بیړۍ په نښه سوي چي په مقابل کي یې امریکا او برتانیان پر حوثیانو هوایي بریدونه کړي.