په سرپل کي د ترافیکي پيښي له امله دوه کسان مړه او اوه نور ټپیان سوي دي

چارواکي وایي، پرون ناوخته د سرپل ښاراړوند په لاتي کلي کي د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله مرګ ژوبله رامنځ ته سوې.
د سرپل ولایت مقام په وینا، په دې پېښه کي دوه تنه مړه او اووه نور ټپیان سوي او د ټپيانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړښودل سوی.
که څه هم د بس د چپه کېدو اصلي لامل نه‌دی ښودل سوی، خو اکثره وخت د چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه مراعتول په افغانستان کي د زیاتو ترافیکي پېښو لاملونه بلل کیږي.