په سرپل کي د راکیټ مرمۍ او په پنجشیر کي د ګازو ډبې د چاودني له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سرپل کي له تېرو جګړو څخه پاته د راکېټ مرمۍ چاودني له امله درې کوچنیان مړه سوي او دوه نور ټپیان دي.

د سرپل ولایت د امنیې قومندانۍ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د دغه ولایت «صیاد» ولسوالي اړوند سیمه کي د راکېټ مرمۍ چاودنه کړي چي له امله یې درې کوچنیان مړه سوي او دوه نور ټپیان دي.

بل خوا د پنجشیر ولایت مسوولین وايي، په یاد ولایت کي د ګازو ډبې د چاودني له امله شپږ کسان ټپيان سوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، عابدالله فاروقي ویلي چي دا پېښه د «عبدالله خېل» سیمي په یوه کور کي سوې ده.

تر اوسه د دې پېښي د علت په اړه څه نه دي ویل سوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *