په سرپل کي د ځمکي پر سر د شخړي له امله دوه ط..البان وژل سوي

د سرپل څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د کوهستان ولسوالۍ په کچن کلي کي د ځمکي پر سر د ط..البانو دوو ډلو خپلمنځي شخړه کړې، چي پر مهال ئې يو ط..الب وژل سوی.
د سرچينې په وينا چي د ط..البانو استخباراتو دغه قاتل انتقالوی، چي د لاري په اوږدو کي د ط..البانو د بلي ډلي د‌ کمين سره مخامخ سوي او قاتل هم په دغه کمين کي وژل سوی.
هېره دي نه وي، چي د دغه ولايت ط..البانو د يادي پېښي په اړه تراوسه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.