په سعودي کي د سختي ګرمۍ له امله د حج پر مهال د مړو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رسېدلی

د راپورونو له مخي په مکه مکرمه کي د حج په مراسمو کي د تودوخي لوړي درجې له امله د مړو سویو حاجیانو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
په مړو سویو حج کوونکو کي د لسو هیوادونو اتباع شامل دي خو تر ټولو ډېر د مصر هیواد ناراجستر سوي کسان دي چي شمېر یې ۶۳۰ ته رسیږي.
سږ کال د نړۍ له شاوخوا څخه ۱.۸ میلیون مسلمانان په داسي حال کي حج ته تللي چي په سعودي عربستان کي د ګرمۍ شدت ډیر زیات سوی دی.
هر کال لسګونه زره کسان د پیسو سپمولو لپاره پرته له دې چي خپل نوم راجستر کړي، حج ته ځي.
د سعودي چارواکو په مکه کي د لسګونو زره غیر راجستر سویو زیارت کوونکو د نیولو خبر ورکړی خو له دې سره سره، په مراسمو کي په لوی شمېر داسي زیارت کوونکو ګډون کړی چي راجستر سوي نه دي.
دا کسان د ګرمۍ په وړاندي له دې کبله ډیر زیان منونکي ښودل کیږي چي د قانوني اسنادو لرلو پرته نه سي کولای د حاجیانو لپاره جوړو سویو ایرکنډیشن لرونکو تمځایونو ته ننوځي.