په سمنګان کي ترافیکي پېښي ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

چارواکي وایي، د سمنګان – بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښي د رامنځته کېدو له امله ۵ تنه مړه او ۲۱ نور ټپیان سوي دي.
د سمنګان ولايتي روغتون مشر سید عثمان حمیدي رسنیو ته ویلي، چي د سمنګان – بلخ پر لويه لاره د چیچېل په سیمه کي د ترافیکي پېښي څخه دوی ته ۵ جسدونه او ۲۱ ټپيان وروړل سوي دي.
هغه د یو شمېر ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاتوي چي دغه کسان د درملني په موخه د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول سوي دي.
د دغه ترافیکي پيښي لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل سوې ده.
په افغانستان کي په دې وروستیو کي د ترافیکي اصولو د نه مراعت او بې احتیاطۍ له امله تر بل هر وخت پيښي زیاتي سوي.