په سمنګان کي د ترافيکي پيښي له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په سمنګان کي نن شنبه د بلخ- سمنګان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پيښي له امله یو کوچنی مړ او شپږ کسان نور ژوبل سوي دي.
چارواکي وايي، پېښه په دلخکي سیمه کي د یو ټېلر او کرولا موټرانو د ټکر له امله رامنځ ته سوې او په ژوبل سوو کسانو کي دوې ښځي هم شاملي دي.
د یاد ولایت د روغتون مسوولینو په ټپیانو کي د درو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی.