په سمنګان کي د ترافيکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي

د سمنګان د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د ربات کوتل په سيمه کي دوه موټران ټکر سوي چي له امله ئې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي دوې ښځي وژل سوي او درې کسان نور ټپينان دي، چي ټپيان د درملني په موخه د بغلان ولايتي روغتون ته انتقال سوي دي