په سمنګان کي د ترافیکيی پېښي له امله یوکس وژل سوی او اته نور زخمیان سوي

د سمنګان د امنیې قومندان ویاند حشمت الله رحماني څراغ تلوېزیون ته ویلي دي، چي د سمنګان ولایت په حضرت‌سلطان ولسوالۍ کي د یوې سراچې او کرولا موټر د ټکر له امله یوکس وژل سوی او د ښځو او کوچنیانو په ګډون اته تنه نور زخمیان سوي دي.
د هغه په خبره چي یاده ترافیکي پېښه د جمعې په ورځ سهال مهال رامنځ ته سوې ده.
هغه د پېښي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.