د سمنګان ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي چي، د یاد ولایت په دره صوف ولسوالۍ کي د ډبرو سکرو په یوه کان کي د میتان ګاز په یوه چاودنه کي درې کان کیندونکي وژل سوي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي چي، دا پېښه پرون پر کارګرو د کار په وخت کي رامنځ ته سوې او جسدونه یې د امنیتي مسوولینو له خوا تر را ایستلو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل سوي دي.
که څه هم رحماني د یادي پېښي د رامنځ ته کېدو لامل نه دی په ډاګه کړی؛ خو د کارپوهانو په وینا، دا ډول پېښي د غیر معیاري کان کیندني او بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته کېږي.