سرچینې وایي، چي د سمنګان ولایت په ایبک ښار کي د لمانځه پر مهال چاودنه سوې چي وروسته نښته هم رامنځ ته سوې.
د سرچینو په خبره، دا چاودنه نن څه باندي یوه بجه د ایبک ښار په جوی زندان مسجد کي د جمعې لمانځه د اداکولو پرمهال سوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخي په دې پېښه کي تر لسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو لا هم کره معلومات نسته.
دولتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي
په دې اړه د نویو جزیاتو لپاره له څراغ سره واوسئ