د ط..البانو د سمنګان د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت درهصوف بالا ولسوالۍ کښي د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله څلورو کانکيندونکو وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي درې ورځي وړاندي د دغه ولایت د درهصوف بالا ولسوالۍ په «لیلهوقوبي» کلي کښي د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله څلور کان کیندونکي تر خاورو لاندي سوي وه.
د خبرپاڼي په حواله چي تېري درې ورځي د یادو کسانو د ژغورلو له پاره هڅي رواني وې، خو ونه ژغورل سول او تېره شپه د خاورو څخه د هغوی جسدونه راويستل سوه.