په سوات کي د يوې کورنۍ ۱۵ غړي سيلاب وړي او وژلي دي

د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا اړوند د سوات په سيمه کي تر باران وروست سيلاب راغلی، چي د يوې کورنۍ ۱۵ غړي په دغه سيلاب کي بند پاته وه.
د سرچينې په وينا هغوی د خلګو او دولت څخه د ژغورلو غوښتنه وکړل، خو د پاکستان دولت ورسره مرسته و نه کړل او ټول د سيلاب اوبو وړي او وژلي دي.