د آر ټي (RT) خبري شبکې د راپور له مخي، د اسرائیلو او ترکیې جنګي الوتکو د مي په ۳مه نېټه په سوریه کي یو له بل سره په نښه کړي دي. د راپورونو پر بنسټ، د ترکیې جنګي الوتکو د اسرائیلو هغه الوتکه په نښه کړې چي د سوریې پر دولتي اهدافو ئې بمبار کول. دغه پېښه په داسې حال کي رامنځ ته سوي، چي په سوریه کي د ترکیې نفوذ مخ په زیاتېدو دی او د دمشق له نوي حکومت سره یې امنیتي تړون لاسلیک کړی دئ.