په سوریه کي د اسراييل په بريد کي د وژل سويو شمېر۵۲ ته رسېدلی دی

په بريتانيا کي مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي ویلي، چي په سوریه کي د اسراييل جنګي الوتکو په بريد کي د وژل سويو کسانو شمېر۵۲ ته رسېدلی دی.
د دې ډلي په خبر، په وژل سويو کي ۳۸ پوځيان او اووه د حزب الله غړي هم شامل دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، د سوریې په شمال کي د مارچ پر ۲۹مه په برید کي د اليپو هوايي ډګر ته څېرمه د حزب الله لبنان ډلي پوري مربوط د راکټ یو ډیپو په نښه سوی دی.
دا په سوریه کي د ایران په ملاتړ لرونکو ځواکونو وروستی وژونکی برید وو.
حزب الله له ۲۰۱۱ز کال راهیسي د سوريې د کورنۍ جګړې له پیله د مخالفینو پر وړاندي په جګړه کي د حکومت ملاتړ کوي.
تر دې وړاندي هم اسراییلو په سوریه کي د حزب الله وسله وال او د دغه ډلي ایراني ملاتړ کوونکي په نښه کړي دي.