په سوریه کي د اسراییلو په برید کي لږ تر لږه ۵۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په سوریه کي د اسراییلو د پرون ناوخته برید په نتیجه کي لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل سوي او تر ۴۰ زیات نور ټپیان دي.
دا خبره د سوریې دولتي خبري اژانس سنا نن سهار وختي کړې ده.
د یوه روغتون مشر ویلي، د ۱۴ کسانو مړي ور وړل سوي او ۴۳ نور ژوبل دي.
په لندن کي مېشت د سوریې د بشري حقونو څارونکي ډلي ویلي، په وژل سویو کي لږ تر لږه څلور ملکیان شامل دي.
د راپورونو له‌مخي اسراییلو پرون ناوخته د سوریې په مرکزي برخو بریدونه کړي، چي په حما ولایت کي یوه لویه لار هم تخریب سوې ده.
اسراییل په وروستیو کلونو کي د سوریې دننه بریدونه کوي او اکثره وخت د سوریې پوځیان یا د ایران ملاتړي ګروپونه په نښه کوي، خو ډېر کم د خپلو دغو بریدونو یا عملیاتو په اړه خبري کوي.
بل خوا اسراییلي چارواکو ویلي دي چي د لوېدیځي غاړي او اردن ترمنځ پر پوله په یوه حمله کي درې اسراییلیان وژل سوي دي.