په سوریه کي د بې‌ پیلوټه الوتکي په برید سره ‌پنځه تنه ایران پلوه ملېشې ځواکونه وژل سوي دي

په بريتانيا کي د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سوريې دا برید په ديرالزور ولايت کي د یادو وسله‌والو پر موټر سوی.
رویټرز خبري اژانس هم د دوو امنیتي سرچینو په حواله په دغه برید کي د پنځو کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.
د پيښي ځای د دیرالزور ولایت په ختیځ کي دی، چي د ایران نیابتي ځواکونه پکښي پراخ حضور لري او څو ځله د امریکا او اسرايیلو له‌خوا په نښه سوي، خو تر اوسه یادو هيوادونو د دغه برید پړه پر غاړه نه‌ده اخیستې.
اسراییل په ندرت سره د ایران په ملاتړ ملېشو باندي خپل بریدونه تاییدوي.