په سوریه کي د شاوخوا ۱۰۰ زره جسدونو ډله‌ییز قبر موندل سوی دی

په سوریه کي د وروستیو کلونو خونړیو جګړو او د بشارالاسد د حکومت له سقوط وروسته تازه یو ډله‌ییز قبر موندل سوی چي شاوخوا ۱۰۰ زره جسدونه پکښي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخي چي دا ډله‌ییز قبر د سوریې په پلازمېنه دمشق کي موندل سوی دی.
رویټرز خبري اژانس په امریکا کي د سوریې د خلکو یوې ملاتړي د مشر په حواله د دغه ډله‌ییز قبر د کشف خبر ورکوي.
د دې ادارې د مشر، معاذ مصطفی په وینا، دغه ډله‌ییز قبر د دمشق شمال ته په څلویښت کیلومترۍ کي پروت دی، یو له هغو پنځو ډله‌ییزو قبرونو څخه دی چي په تېرو کلونو کي یې پېژندلي دي.
څو ورځي وړاندي د سوریې ولسمشر بشار الاسد دمشق ښار ته د وسله‌والو مخالفینو له نږدې کېدو وروسته روسیې ته وتښتیدی.
د ویلو ده چې په ۲۰۰۰ کال کي د بشارالاسد له واکمنېدو وړاندي د هغه پلار، حافظ الاسد د دریو لسیزو لپاره د سوریې ولسمشر وو.