په سوریه کي د وروستیو نښتو له امله لسګونه کسان وژل سوي دي

راپورونه وایي، چي له تېرو دوو ورځو راهیسي په سوریه کي د نښتو له امله شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل سوي دي.
فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چي دا نښتي له تېري پنجشنبې راهیسي په «لاذقیه او طرطوس» کي د سوریې د موقت حکومت د ځواکونو او بشارالاسد ته د ژمنو وسله‌والو ترمنځ پیل سوي دي چي تر دې دمه د ۲۵۰ کسانو د وژل‌کېدو راپورونه ورکړل سوي دي.
بل خوا د سوریې د بشري حقونو سازمان (SNHR) پرون اعلان وکړ چي له ۲۲۵ ډېر کسان وژل سوي چي شاوخوا ۱۰۰ کسان د سوریې د دولت امنیتي کسان دي.
دې سازمان دا هم ویلي چي د سوریې حکومت له خوا د لاذقیه، طرطوس او حما په کلیوالو سیمو کي په لسګونو کلیو کي د مخالفو ډلو پر وړاندي د پراخو امنیتي عملیاتو په پایله کي لږترلږه ۱۲۵ ملکي وګړي وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي، په سوریه کي وروستۍ نښتي د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو وروسته د وضعیت نازکوالی په ګوته کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *