په سویس کي د افغانستان شتمنیو تر اوسه څه باندي ۳۰۰ میلیونه ډالر ګټه کړې ده

په سویس کي د افغانستان شتمنیو (اماني صندوق) غړی شاه محمد محرابي ویلي، یاد صندوق تر اوسه څه باندي ۳۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.
هغه دغه راز د دې صندوق د جوړولو موخه د ۳.۸ میلیارد ډالرو ساتنه او پالنه ښودلې ده.
بل خوا د ا.ا د اقتصاد وزارت له نړیوالي ټولني څخه غوښتي چي د افغانستان ټولي شتمنۍ ازادي کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کي په افغانستان کي د ا.ا واک ته له رسېدو وروسته د امریکا او اروپا په بانکونو کي د افغانستان څه باندي نهه میلیارده ډالره شتمني کنګل سوې ده.