په سویلي حوزه کي سوداګر وایي، ډیری سوداګرو د پاکستان پر ځای له نورو لارو واردات زیات کړي

په سویلي حوزه کي سوداګر وایي، دا چي پاکستان اکثره وخت افغان سوداګرو ته ستونزي جوړوي نو ځکه ډیری سوداګرو د ایران له لاري واردات زیات کړي او دا لاره اوس مهال یوه غوره لار بولي.

د دوی په وینا، که چیري د چابهار بندر له لاري هم د افغان سوداګرو واردات او صادرات پيل سي نو له دې سره به اکثره سوداګر د ایران له لاري سوداګري زیاته کړي.

د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وایي، دا چي اکثره وخت سوداګر د پاکستان د کراچي بند له لاري له ستونزو سره مخ وي نو ډېری سوداګر بندر عباس لاره غوره بولي او د ایران له لاري د سوداګرۍ لپاره ستونزي هم نسته.

د هغه په خبره، لا هم هڅه کیږي چي د ایران له لاري سوداګري زیاته سي خو پر ایران نړیوالو بندیزونو ځیني ستونزي رامنځ ته کړي دي.

کندهار کي د درملو د اتحادیې مسوولین وایي، دا مهال د ایران لاره افغان سوداګر د ځان لپاره یوه تر ټولو اسانه لاره بولي.