په سویډن کي قران کریم ته اور اچوونکی عیسوي کډوال وژل سوی دی

په سویډن کي د قران کریم نسخو ته اور اچوونکی کس د دغه هیواد پایتخت سټاکهولم ته څېرمه په ډزو وژل سوی دی.
څارنوالانو ویلي، د هغه د وژني په تړاو پنځه کسان نیول سوي دي.
په ۲۰۲۳ کال کي د سلوان مومیکا له خوا د قران کریم سوځولو پیښو په اسلامي نړۍ کي پراخ غبرګونونه پارولي وه.
ټاکل سوې وه چي د سټاکهولم یوه محکمه د پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړي چي ایا د عراقي عیسوي کډوال سلوان مومیکا اقداماتو توکمیز نفرت پارولی دی، خو دغه محکمې ویلي چي د هغه د وژل کېدو وروسته اوس د محکمې پرېکړه د فبروري دریمي نیټې ته ځنډېدلې ده.
د قران کریم د نسخو د سوځولو له پیښو وروسته د سویډن او د منځني ختیځ د څو هیوادونو تر منځ اړیکي خرابي سوي دي.