د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په کونچي سیمه کي د برمې کښلو یو کارکوونکی شرافالدین له ۳۶ ساعتونو وروسته له یوې ژوري برمې څخه راوایستل سو، خو هغه خپل ژوند یې له لاسه ورکړی وو.
د سپین بولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو مسوول مولوي علي محمد حقمل ویلي، چي دا پېښه تېره ورځ پنجشنبه د کونچي سیمي د “خټ” په ساحه کي رامنځته سوې وه.
هغه زیاتوي چي د پېښي اصلي لامل په برمې کي د بوکۍ بندېدل وو. شرافالدین د بندي سوي برمې ترڅنګ د خلاصون په موخه بل څاه ته ورته غار ایستلی وو، خو هغه غار نړېدلی او له همدې امله دی بېرته اصلي برمې ته لوېدلی وو.
له پېښي وروسته د ژغورني هڅي پیل سوې او د ۳۵ ساعتونو هڅو وروسته شرافالدین تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجه له برمې راوایستل سو خو ژوندی له لاسه ورکړی.