په سپین بولدک کي سرحدي آمریت وایي، د سپین بولدک له لارې د پاکستان له زندانونو آزاد سوي ۵۳ تنه هیواد ته راستانه سول

سرچینه زیاتوي، چي په یاد شمیر کسانو کي یوه ٨ کسیزه کورنۍ هم شامله وه، چي د سپین بولدک له لاري هیواد ته راستانه سول.

د سپین بولدک سرحدي آمریت دغه راستانه سوي کسان له پېژندلو او ثبت وروسته همکارو بنسټونو ته د مرستو لپاره ورپېژندلي.

وړمه ورځ هم د تورخم له لاري ۱۳، د کندهار د سپین بولدک له لاري ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لاري ۳۱ او د هرات د اسلام کلا له لاري ۱۰ کورنۍ هیواد ته راستنې سوي دي.

پاکستان او ایران دوه هغه هیوادونه دي، چي له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي او اکثره یې وخت یې زنداني کوي.

د معلوماتو له مخي اوس هم په یادو هیوادونو کي سلګونه افغانان د قانوني اسنادو د نشتون له امله زندانیان دي.