په شبرغان کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ د جغسای لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزني او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د شبرغان ښار په خلوتي کلي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ د جغسای لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، د دغو سیالیو په پایلوبه کي د جغسای لوبډلي خپلي سیالي خلوتي لوبډلي ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول ښوول سوي چي یوه میاشت یې دوام وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *