د هندي رسنیو د راپورونو له مخي، د هند تر ولکې لاندي کشمیر په شرینګر ښار کي د پولیسو په یوه مرکز کي چاودنه سوې ده. د راپورونو پر بنسټ، په دې پېښه کي ۹ پولیس وژل سوي او ۲۹ نور ټپیان سوي دي.
د لومړنيو معلوماتو د مخي چاودېدونکي توکي له وړاندي په سیمه کي ځای پر ځای سوي وو.
د ټپیانو له ډلي د ځینو روغتیايي حالت د انديښنې وړ ښودل سوی او امکان لري چي د مړو شمېر لا هم لوړ سي.
تر اوسه پوري هېڅ یوې ډلي د دې چاودني مسؤولیت نه دئ منلی.