په شمالي وزيرستان کي پنځو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د شنبې په ورځ د پاکستان د شمالي وزيرستان د ګړيوم ولسوالۍ په دينور سيمه کي د پاکستاني پوځیانو پر موټر چاودنه سوې ده، چي د يادي چاودني پرمهال درې پاکستاني پوځيان وژل سوي او دوه تنه نور زخيمان سوي دي.
د پاکستان حکومت دغه وژل سوي او زخميان سوي پاکستاني پوځیان د هليکوپټر په وسيله د سيمي څخه انتقال کړي دي . د دغه چاودني مسؤليت د تحريک ط…البان پاکستان (ټي ټي پي) پر غاړه اخېستی دئ.
بلخوا بيا پاکستاني پوځيان د بولان په مچ او ګارینهوا سیمو کي پوځي عملیات د پېل کېدو خبر ورکړی، د پاکستان حکومت زياتوي، چي په يادو سيمو کي د پاکستاني دولت خلاف ترهګرو ډله په وړاندي ئې عمليات پېل کړي او د ټولو هغه ډلو مخه به نيسي، چي د پاکستان حکومت او ولس ته زيان رسوي.
هېره دي نه وي چي د جمعې په ورځ هم د بلوچستان د کويټې په ښار کي شپږ پاکستاني پوليس د يوې چاودني پر مهال وژل سوي وه او مسؤليت ئې د تحريک ط…البان پاکستان (ټي ټي پي) پر غاړه اخېستی وو.