په شمالي وزیرستان او بنو کي د يو خبریال په شمول ۵ کسان وژل سوي

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان او په بنو کي په پنځو هدفي بريدونو کي ۵ کسان وژل سوي دي.
راپورونه وایي، په تپي سيمه کي ناپېژاندو وسله والو مدني فعال او ځايي خبریال کامران داوړ د کور مخ ته په ډزو وژلی.
په دويم بريد کي وسله والو د حیدرخیلو اوسېدونکی فیاض خان په خپل کلي کي په ډزو وژلی او بریدګر تښتېدلي دي.
دغه راز وسله والو په دوو نورو جلا بریدونو کي دوه ځوانان په نښه او ژل سوي دي.
وسله والو په په دوو نورو پېښو کي د مولوي عرفان په نامه يو کس او د جنوبي وزیرستان مکین اوسېدونکی پولیس حیات خان هم وژلي دي.
د دې بريدونو مسوولیت تر اوسه چا نه ده منلی.
په شمالي وزيرستان کي تحريک طالبان پاکستان تر ټولو زياته فعاله وسله واله ډله ده خو له دې پرته هلته نوري وسله والي ډلي هم فعاله دي.