په شمالي وزیرستان او خیبر پښتونخوا کي ۷ تنو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

يو شمېر سرچينې وايي، د شمالي وزيرستان او خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو کي د پاکستاني پوځيانو پر مرکزونو بريدونه سوي چي پکښي درې پوځيان هلاک سوي او څلور ټپيان دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخي د خيبر پښتونخوا د باړې‌تحصيل په دوو سيمو کي دوه پاکستاني پوځيان په نښه سوي او يو بل سخت ټپي دی.

د شمالي وزيرستان د سپین‌وام تحصيل اړوند سيمه کي د پوځيانو پر مرکز برید سوی چي له امله یې يو عسکر هلاک سوی او يو ټپي دی.

د خيبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د غزني تحصيل سيمه کي بیا وسله‌والو امنيتي کارکوونکي په نښه کړي چي پکښي درې پوليس ټپيان دي.

د بریدونو مسوولیت ټي‌.ټي…پي ډلي پر غاړه اخيستی؛ تراوسه پاکستاني چارواکو رسما په دې اړه څه نه دي ويلي.