د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ په خدي سیمه کي وسله والو د پاکستان پر یوه پوځي مرکز برید کړی دئ. د راپورونو له مخي، برید نن د سهار شاوخوا نهه بجې پیل سوی او جګړه لا هم روانه ده.
ځايي خلګ وايي د چاودنو او ټکانو ږغونه اوس هم اورېدل کېږي.
د تحريک ط..البان پاکستان اړوند وسله والي ډلي په يوه پيغام کي ويلي چي لومړی ئې د موټر بم چاودنه کړې او بیا بریدګر پوځي اډې ته داخل سوي، چي له پوځيانو سره اوس هم پهجګړه اخته دي.
تر دې دمه د پېښي د مرګژوبلي او ټپيانو دقیق راپورونه نه دي ترلاسه سوي، خو سیمه کي امنیتي وضعیت اندېښمنونکی ښودل سوی دئ.