په شمالي وزیرستان کي د یوه افسر په شمول ۳۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کي له وسله‌والو سره په شخړه کي د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون ۶ پاکستاني سرتېري وژل سوي او ۲۴ نور ټپيان سوي دي.
د پاکستان پوځ نن شنبه په یوه اعلامیه کي یوازي د وژل سویو سرتیرو یادونه کړې ده.
د پوځ د اعلامیې له‌مخي ډګرمن محمد علي شوکت چي له وسله‌والو سره په جګړه کي یې د پوځیانو مشري کوله تېره شپه د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کي له پنځو نورو سرتېرو سره وژل سوی دی.
د پاکستان پوځ وايي، په جګړه کي ۶ وسله‌وال هم وژل سوي او تر پېښي وروسته هلته د پلټني عملیات پیل سوي دي.
که څه هم د پوځ په اعلامیه کي د ژوبلو سرتېرو په اړه څه نه‌دي ویل سوي، خو د شمالي وزیرستان انتظامیې او استخباراتي سرچینو ویلي چي، په‌دې پېښه کي ۲۴ سرتېري ژوبل سوي هم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *