په شمالي وزیرستان کي لسګونو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وایي، د شمالي وزیرستان د ميرلي پر پوځي مرکز طالبانو برید کړی او لسګونه پوځیانو ته یې تلفات اړولي دي.
د راپورونو له مخي دا یو وسله وال او ځانمرګی برید وو چې تر دم ګړیه د ۴ پوځیانو د وژل کېدو او د ۱۷ ټپي کېدل تاید سوي دي.
برید تېره شپه د حافظ ګلبهادر وسله والو کړی دی خو دا ډله وایي چي لسګونه پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په روانه روژه میاشت کي تر ټولو خونړی برید دی چي پر پاکستاني پوځ تر سره کیږي؛ تر دې وړاندي هره ورځ طالبانو پاکستاني پولیس او امنیتي ځواکونه په نښه کړي چي د وژنو شمېر یې ډېر زیات نه دی.