د غزني د ط..البانو د امنيه قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د جمعې په ورځ د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په سردې بند کښي د لمېدو پر مهال یو ځوان اوبو وړی او وژلی دئ.
بلخوا په همدې ورځ ننګرهار کښي ځایي سرچیني څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کښي یو ځوان په کابل سیند کښي د لمېدو پر مهال اوبو ډوب کړی او ژوند ئې د لاسه ورکړی دئ.