په غزني کي خلکو په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی ترمیم کړ

د غزني ولايت د پوهني رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت په جاغوريو ولسوالۍ کي د ځایي خلکو له خوا د څه باندي یو میلیون افغانیو په لګښت د جلیل او سنګ سرخ په نوم ښوونځي د بیارغوني چاري بشپړي سوې.
د مسولینو په خبره، په دغه رغونه کي د درسي خونو او د ښوونځي د تالار ترمیم، د ښوونځي د ادارې لپاره میزونه او نور اړین توکي شامل دي چي تیره ورځ يې چاري بشپړي او د ياد ښوونځي ادارې ته په واک کي ورکړل سو.
د غزني د پوهني رياست له خلکو مننه کړې او په نورو سوداګرو يې هم ږغ کړی چي د پوهني په پراختيا کي دي ور سره لازمه مرسته او همکاري وکړي.
له دې وړاندي په نورو ولایتونو کي هم خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځي، لاري او نور عامه ځایونه ترمیم کړي دي.