په غزني کي د ترافیکي پیښي له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، د یاد ولایت په مرکز غزني ښار کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس مړ او ۱۱ تنه نور ژوبل سوي دي.
قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا ترافیکي پېښه د پنجشنبې په ورځ سهار په ناني بازار سیمه کي د کابل- کندهار پر لویه لاره د څلورو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرانو د ټکر په نتیجه کي رامنځ ته سوې او د رامنځ کېدو لامل یې پر سړک د یخک درېدل یاد سوی دی.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، ژوبل سوي کسان د درملني لپاره د یاد ولایت روغتونونو ته لېږدول سوي دي.
دا ترافیکي پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي، پرون هم په یاد ولایت کي د څو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او درې تنه نور ژوبل سوي وه.