په غزني کي د ترافیکي پیښي له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د غزني ولایت د امینې قومندانۍ مسوولین وایي چي، د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس مړ او اووه کسان نور ژوبل سوي دي.
امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا ترافیکي پېښه پرون د یکشنبې په ورځ ماځیګر د کابل- کندهار پر لویه لاره د یوه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د ټکر په نتیجه کي رامنځ ته سوې او د رامنځ ته کېدو لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.
خبرپاڼه وايي، ژوبل سوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي چي، شپږ یې کوچنیان او یوه ښځه ده او د درملني له پاره د یاد ولایت روغتون ته لېږدول سوي دي.
دا پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي، پرون هم په دریو ولایتونو کي د ترافیکي پېښو له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.