د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخي، د قره باغ ولسوالۍ په موشکي او کرسای سیمو کي د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او پنځه تنه نور ژوبل سوي دي.
دا پېښي نن د کابل-کندهار پر لویه لاره رامنځ ته سوي دي.
د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، چي په لومړۍ پېښه کي درې کسان ژوبل سوي او په دوهمه کي یو کس مړ سوی او دوه نور ژوبل سوي دي.
ژوبل کسان د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول سوي دي.
د پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده سوې ده.
دا پېښي وروسته تر هغه رامنځ ته سوي چي تېره ورځ په سمنګان ولایت کي هم د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس مړ او اته تنه نور ژوبل سوي ول.