په غزني کي د ترافیکي پېښي له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د غزني ولایت امنیتي مسولین وایي د غزني ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند روضې کوتل ته څېرمه د دوو موټرو ترمنځ په ترافیکي پېښه کي دوه تنه وژل سوي او درې نور ټپیان سوي دي.

د غزني امنیې قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي وايي، پېښه غرمه مهال رامنځته سوې، چي وژل سوي او ټپیان د غزني حوزوي روغتون ته لېږدول سوي.

هغه د پېښي لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.

باید وویل سي چي په یاده سیمه کي ډېری وخت همدا ډول ترافیکي پېښي رامنځته کیږي او هيواوالو ته مرګ ژوبله اوړي.