په غزني کي د دوو ترافيکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت د آب‌بند ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د سپين بند په سیمه کي د تېلو ټانکر، یوه مسافر وړونکي موټر او زرنج د ټکر له امله په يوه ترافيکي پېښه کي يولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه ترافيکي پېښه کي دوه تنه وژل سوي او نهه تنه نور ټپیان سوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دوشنبې په ورځ په يوه جلا ترافيکي پېښه کي د دغه ولايت د ګيلان ولسوالۍ اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار توري پوستې ته څېرمه د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله يو کس وژل سوی او دوه تنه نور ټپيان سوي دي.