د غزني څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کي ئې د يوې وژل سوي نجلۍ جسد موندل سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه نجلۍ په خوار بې رحمۍ سره وژل سوې او جسد ئې د قره باغ او ګيرو ولسوالۍ په منځ سيمه کي د ځايي خلګو له خوا موندل سوی دئ.
د دغي وژل سوي نجلۍ هويت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
ط..البانو په رسمي ډول د دغي وژل سوي نجلۍ په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.