په غزني کي د څړځای پر سر شخړي د يو کس ژوند اخيستی

د‌ غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند خالد سرحدي د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د دغه ولايت په ناور ولسوالۍکي د‌ کوچيانو او د سيمي د‌ خلګو ترمنځ پر څړځای باندي شخړه سوې، چي د کوچيانو د همدې سيمي يوکس وژلی دئ.
د خالد په وينا چي وژل سوی کس هزاره دئ، چي د کوچيانو له خوا وژل سوی دئ.
د هغه په خبره چي د ياد وژل سوي کس د قتل په تور ئې درې کوچيان د وسلو سره يو ځای نيولي دي.