په غزني کي يو محصل ځان وژنه کړې ده

څراغ تلوېزيون ته سرچينې ويلي دي، چي په غزني ولايت کي د معدن د پوهنځي يو محصل هغه وخت ځان وژنه کړې، چي د خوښي انجلۍ ئې کورنۍ بل کس ته ورکړې وه.
د سرچينې د معلوماتو په اساس چي د محصل کورنۍ د انجلۍ کورته مرکه لېږلي وه او د انجلۍ کورنۍ تر لوی اختره پوري د جواب ورکولو په سبب وخت ورڅخه غوښتی وو او د محصل کورنۍ ته ئې د انتيظار ويلي وه، خو د انجلۍ کورنۍ انجلۍ بل کس ته ورکړې وه، چي ورسره سم محصل هم ځان وژنه کړې ده.
د يادوني وړ ده چي په دا وروستيو کي په افغانستان کي د ځان وژني پېښي تر بل هر وخت اوس خورا زياتي سوي دي