د غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کندهار ـ کابل پر لويه لاري باندي د غزني ښار د کوتل په سيمه کي يو پاسو موټر د ۵۸۰ مسافر وړونکي بس سره ټکر سوی، چي پر مهال ئې په پاسو کي ناست شپږ تنه مسافر وژل سوي او يو تن بل ټپي سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ترافيکي پېښه د دوشنبې په ورځ سهار مهال د غزني ښار د کوتل په سئمه کي رامنځ ته سوې.
د خبرپاڼي په حواله چي په وژل سوو کسانو کي یو نارینه، یوه ښځه او څلور کوچنیان شامل دي.
بايد وويل سي، چي دا لومړی ځل نه دئ؛ بلکي په افغانستان کي د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د ناسم ترافيکي سيستم له امله زياتي ترفيکي پېښي کېږي، چي په سلګونو کسانو ته ئې مرګ ژوبله اړولې.