د غزني د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د چهارشنبې په ورځ د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ کي د يوې ترافيکي پېښي له امله پنځه کسان ټپيان سوي دي، چي د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه پېښه نن سهار د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ اړوند په عبدالله ګل سیمه کي د کابل ـ کندهار پر لویه لار د دوو کوچني موټرو د ټکر له امله سوې د.